اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې ګټو څخه مستفيد كېدو لپاره د اېچ اي سي له مخې د سي پېك پوهنتون الائنس او بزنس سكولز كنسورشېم د جوړېدو هركلے كړې۔ په اېئر پوهنتون اسلام آباد كښې د لوړو زده كړو كمېسون آف پاكستان او چائنه اېسوسي اېشن آف هائېر اېجوكېشن په اشتراك سره د …
احسن اقبال د سي پېك پوهنتون الائنس او بزنس سكولز كنسورشېم د جوړېدو هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې ګټو څخه مستفيد كېدو لپاره د اېچ اي سي له مخې د سي پېك پوهنتون الائنس او بزنس سكولز كنسورشېم د جوړېدو هركلے كړې۔ په اېئر پوهنتون اسلام آباد كښې د لوړو زده كړو كمېسون آف پاكستان او چائنه اېسوسي اېشن آف هائېر اېجوكېشن په اشتراك سره د پاك چائنا فورم پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې ده ووئيل د اوسني حكومت په ترجيحاتو كښې د لوړو زده كړو وده سر فهرست ده۔ ده د چين د تعليم پوهانو ته پاكستان ته په راتګ هركلے ووئيلو۔ ده ووئيل اوسنې حكومت چين سره په تعليمي څانګه كښې مرسته مستحكم كول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان ساتلو لپاره د لوړو زده كړو تعليم ډېر ضروري دے او په دې لړ كښې د هېواد پرمختګ لپاره ضروري سي پېك منصوبه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لوړو زده كړو كښې مرستې لپاره موقع هم وركوي۔ په دې موقع د اېئر پوهنتون وائس چانسلر اېئر وائس مارشل (ر) فائز امير هم وېنا وكړه۔ فورم كښې د پاكستان او چين د لوړو زده كړو د كمېسونونو اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ په فورم كښې د تعليم پوهانو او زده كوٶنكو هم ګډون وكړو











