اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بند ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د وزيراعظم د احتساب په نامه مخالفين په سياسي ايجنډا كار كوي او ددې مقاصد د اولنۍ او دوهمې دھرنې نه مختلف نه دي۔ د اتوار په ورځ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د هېواد اولس پاكستان مسلم ليګ نون سره دي او د يو ټاكلې جمهوري …
د ټاكلي شوي حكومت كور ته د لېږلو سازش كاميابېدې نه شي۔ احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بند ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د وزيراعظم د احتساب په نامه مخالفين په سياسي ايجنډا كار كوي او ددې مقاصد د اولنۍ او دوهمې دھرنې نه مختلف نه دي۔ د اتوار په ورځ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د هېواد اولس پاكستان مسلم ليګ نون سره دي او د يو ټاكلې جمهوري حكومت كورته د لېږلو سازش كاميابېدې نه شي۔ ده ووئيل د كابينې غړي ٬ ټول ګوند او د پاكستان اولس وزيراعظم نواز شريف او دده حكومت سره ولاړ دي۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) پارلماني ګوندونو د وزيراعظم په مشرتابه د باور څرګندونه كړې او دا پرېكړه ئې كړې چې سپريم كورټ كښې به د جے آئي ټي راپور چېلنج كولې شي۔ ده ووئيل كوم اولس چې وزيراعظم ته مېنډېټ وركړے هغوي ته معلومه ده چې حكومت د اولس د خېر ښېګړې كارونه كوي او يو شمېر منصوبې ئې وركړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت په ضد 4 كاله موده كښې د كرپشن هېڅ سېكنډل رامخې ته نه شو۔











