د درې عدالتونو مفرور د نورو د احتساب خبره په كومه خله كوي۔ عمران خان بايد د خېبر پختونخوا د احتساب كمېشن تاله لرې او خپلې خلې ته تاله ولګوي۔ په پارلمان بريد كوؤنكې نن د پارلمان د عزت خبره كوي۔ ادارو ته سپك ويونكې د ادارو د عزت خبره كوي۔ د زکوۃ په پېسو مني لانډرنګ كوؤنكې نن نورو ته ګوته نيسي۔ عمران خان تا ريښتيا وئيلي د پاكستان اولس به تا نه پرېږدي۔ ټول قام ويني چې ته يو غل ٬ دروغژن او ذهني مريض ئې۔ عمران صاحب كومه ورځ چې نواز شريف خپل كارمندان وغواړي نو بيا به پاكستان كښې د پټېدو ځائې نه مومې۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د درې عدالتونو مفرور د نورو د احتساب خبره په كومه خله كوي۔ عمران خان بايد د خېبر پختونخوا د احتساب كمېشن تاله لرې او خپلې خلې ته تاله ولګوي۔ په پارلمان بريد كوؤنكې نن د پارلمان د عزت خبره كوي۔ ادارو ته سپك ويونكې د ادارو د عزت خبره كوي۔ د …

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د درې عدالتونو مفرور د نورو د احتساب خبره په كومه خله كوي۔ عمران خان بايد د خېبر پختونخوا د احتساب كمېشن تاله لرې او خپلې خلې ته تاله ولګوي۔ په پارلمان بريد كوؤنكې نن د پارلمان د عزت خبره كوي۔ ادارو ته سپك ويونكې د ادارو د عزت خبره كوي۔ د زکوۃ په پېسو مني لانډرنګ كوؤنكې نن نورو ته ګوته نيسي۔ عمران خان تا ريښتيا وئيلي د پاكستان اولس به تا نه پرېږدي۔ ټول قام ويني چې ته يو غل ٬ دروغژن او ذهني مريض ئې۔ عمران صاحب كومه ورځ چې نواز شريف خپل كارمندان وغواړي نو بيا به پاكستان كښې د پټېدو ځائې نه مومې۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان بايد د خېبر پختونخوا د احتساب كمېشن تاله خپلې خلې ته ولګوي۔ دې ووئيل په پارلمان بريد كوؤنكې نن د پارلمان د عزت خبره كوي۔ په سپریم کورټ ګنده جامې اچوونكې نن د سپريم كورټ د حفاظت خبره كوي۔ دې ووئيل عمران صاحب ستا وركران ستا د اصليت نه خبرېدو سره نورو ګوندونو كښې شاملېږي۔ عمران صاحب ته چې خپلو وركرانو سره څه كوې هغه ټول پاكستان ويني۔ دې ووئيل تحريك انصاف د كرپټ ټولګي ګوند جوړ شوے۔ دې ووئيل عمران خان صاحب بايد د سترې محكمې د پرېكړې انتظار وكړي۔ وزيراعظم به د ټول عمري په شان بريالې وي او ته به رسوا شې۔ دې ووئيل عمران تا ريښتيا وئيلي چې د پاكستان اولس به تا نه پرېږدي۔ ټول قام ويني چې ته يو غل ئې دروغژن او ذهني مريض۔