پاک پوځ راجګال سيمه كښې د ترھګرو په ضد آپرېشن خېبر فور پېل كړو۔ د آپرېشن مقصد د پولې پورې غاړه موجود داعش پاكستاني سيمو كښې كاروايو څخه منع كول دي۔ د آئين او قانون احترام د هر پاكستاني فرض دے۔ په سي پېك منصوبه ټول قام او ادارې يو دي۔ دا منصوبه به په هېڅ ډول ناكامه كېدو ته پرېښودلې نه شي۔ کلبھوشن یادیو د پوځ سرلښكر ته رحم درخواست كړې او په دې به ډېر زه د مېرټ او انصاف ترمخه پرېكړه وشي۔ په امريكائي اسمبلۍ كښې راوړلې شوې بل كوم بندېزونه نه دي۔ پاكستان د حقاني نېټ ورك په شمول د ټولو ترهګرو په ضد بې پرې عمليات كړي دي۔ د رېمنډ ډیوس د كتاب مقصد څه وو دا به وخت په ډاګه كړي۔ هند مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك كښې د رامخې ته شوې تندۍ څخه پام ګرځولو له په لائن آف كنټرول خلاف ورزي پېل كوي۔ د پاك پوځ وياند مېجر جنرل آصف غفور خبري كنفرنس

پنډۍ (اے پی پی) د پاك پوځ وياند جنرال آصف غفور وئيلي دي پاک پوځ راجګال سيمه كښې د ترھګرو په ضد آپرېشن خېبر فور پېل كړو۔ د آپرېشن مقصد د پولې پورې غاړه موجود داعش پاكستاني سيمو كښې كاروايو څخه منع كول دي۔ د آئين او قانون احترام د هر پاكستاني فرض دے۔ په سي پېك منصوبه ټول قام او ادارې يو دي۔ دا منصوبه به په هېڅ ډول …

پنډۍ (اے پی پی) د پاك پوځ وياند جنرال آصف غفور وئيلي دي پاک پوځ راجګال سيمه كښې د ترھګرو په ضد آپرېشن خېبر فور پېل كړو۔ د آپرېشن مقصد د پولې پورې غاړه موجود داعش پاكستاني سيمو كښې كاروايو څخه منع كول دي۔ د آئين او قانون احترام د هر پاكستاني فرض دے۔ په سي پېك منصوبه ټول قام او ادارې يو دي۔ دا منصوبه به په هېڅ ډول ناكامه كېدو ته پرېښودلې نه شي۔کلبھوشن یادیو د پوځ سرلښكر ته رحم درخواست كړې او په دې به ډېر زه د مېرټ او انصاف ترمخه پرېكړه وشي۔ په امريكائي اسمبلۍ كښې راوړلې شوې بل كوم بندېزونه نه دي۔ پاكستان د حقاني نېټ ورك په شمول د ټولو ترهګرو په ضد بې پرې عمليات كړي دي۔ د رېمنډ ډیوس د كتاب مقصد څه وو دا به وخت په ډاګه كړي۔ هند مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك كښې د رامخې ته شوې تندۍ څخه پام ګرځولو له په لائن آف كنټرول خلاف ورزي پېل كوي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي آصف غفور خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل پاک پوځ د اتوار ورځې څخه راجګال سيمه كښې د ترھګرو په ضد آپرېشن خېبر فور پېل كړو۔ د آپرېشن مقصد د پولې پورې غاړه موجود داعش پاكستاني سيمو كښې كاروايو څخه منع كول دي۔هېواد كښې آپرېشن رد الفساد كاميابۍ سره روان دے۔ خیبر 4 آپرېشن هم د’ردالفساد‘ برخه ده۔ ده ووئيل راجګال د فاټا يوه ګرانه سيمه ده۔ دا 12 زره څخه تر 14 زره لوړه سيمه ده۔ ده ووئيل پاراچنار څخه چې كوم ترهګر نيولي شوي ددوئي داعش سره د رابطو شواهد ترلاسه شوي دي۔ په دې سيمه كښې 500 كورنۍ آبادې وې كوم چې د حالاتو په سوب بل ځائې ته تلي دي۔ ده ووئيل ترهګر اسان هدفونه لټوي۔ پنجاب كښی د رد الفساد تر سېوري لاندې د شويو كاروايو په مهال 22 ترهګر وژلي شوي۔ په ټول هېواد كښې د رد الفساد ترسېوري لاندې په مجموعي توګھ 46 آپریشن شوې۔ كراچۍ كښی د ترهه ګرۍ پېښو كښې 98فیصد کمې راغلې۔ د پاك پوځ وياند ووئيل ضرب عضب عمليات په كال 2014 كښې پېل شوې۔ په دې مهال 9 زره څخه زيات آپرېشنز وكړې شول دې كښې 46 لوئې عمليات وكړې شول كومو كښې چې ځينې سيمې كليئر كړې شوې۔ ده وئيل افغانستان سره په پوله د خاردار تار لګولو كار پېل شوې۔ دې سره سره نوې پوستې هم جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به بارډر مضبوط جوړول وي۔ هندي جاسوس كلبوشن ياديو د سزا په ضد ملټری ایپلټ کورټ كښې اپېل كړے وو كوم چې مسترد كړے شوے۔ اوس ده د پوځ سرلښكر ته رحم درخواست كړې۔ د پوځ سرلښكر ددې جاج اخلي او ډېر زر به د انصاف او مېرټ ترمخه پرېكړه وكړې شي۔ ده ووئيل د رېمنډ ډيوس معاملې ته يو شمېر ادارو كتل۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې داعش وجود نه لري البته دوئي افغانستان كښې منظم كېږي۔ په سوشل میډیا د پاك پوځ په ضد د پروپېګنډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هر وګړي ته د رائې آزادي ترلاسه ده ولې كوم هېواد سره مينه لرونكې د داسې مهم برخه جوړېدې نه شي۔ په دې مهم كښې شامل هغه دي كوم چې هېواد سره مينه نه لري۔ دا كسان د غېر ملكي يا نورو سازشونو برخه دي او كوم عناصر چې داسې كوي ددوئي په ضد د هېواد د قانون ترمخه حكومت كاروائي كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاك پوځ له هېواد كښې امن په ځائې كول دي او پاكستان افغانستان كښې امن غواړي۔ افغانستان زمونږ يو ملګرے او اسلامي هېواد دے۔ دا هېواد څو لسيزو څخه ناامنۍ او د استعداد كار او ګورننس مسئلو سره مخ دے۔ كه د افغانستان پوځ د پاكستان په شان اهل وې نو دا مسئلې به نه وې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا پوښتنه چې پاك پوځ د كوم سازش برخه ده نو د دې هېڅ ځواب نه جوړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وئيل پاک پوځ امنيت او دفاع لپاره ټول قام سره په ګډه خپل كردار ترسره كوي۔ د جے آئي ټي په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جے آئي ټي د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې جوړه شوې او د پاك پوځ دوه اړوند غړو ايماندارۍ او محنت سره د سپريم كورټ د حكم ترمخه دې كښې كار كړې۔ معامله سپريم كورټ كښې ده او هم هغه به ئې پرېكړه كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاك پوځ پاكستان لپاره دے او د ترهګرۍ په ضد ئې بې پرې كاروئي كړې۔ مونږ په دې جنګ كښې ترهګرو او د دوئي سهولت كارو ته ماتې وركړې۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چی پاكستان كښې د داعش څومره كسان دي ده ووئيل دا جنګ مشكل ځكه دے چې د چا په تندي ئې ليكلې نه وي چې دا ترهګر دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل امريكائي اسمبلۍ كښې چې كوم بل پاس شوے وو هغه دوه هند نواز غړو وړاندې كړې وو ولې دا بل كوم بندېزونه نه دي۔ ددې بل په اړه به ددفاع سېكتر رائې وركوي او بيا به دا صدر ته ځي۔