حكومت ټېكس وركوؤنكو ته د پیښو مسئلو حل له مهم ګامونه پورته كوي۔ تر دې دمه د فنډ پېمنټ آرډر ترمخه 6 زره 853 ته ادائيګي شوې۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار اېف بي آر كښې دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي حكومت ټېكس وركوؤنكو ته د پیښو مسئلو حل له مهم ګامونه پورته كوي۔ تر دې دمه د فنډ پېمنټ آرډر ترمخه 6 زره 853 ته ادائيګي شوې او د دوهم پړاؤ ادائيګي به تر 14 اګست وكړې شي۔ ده د خالي په ورځ اېف بي آر كښې دستورې ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل …

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي حكومت ټېكس وركوؤنكو ته د پیښو مسئلو حل له مهم ګامونه پورته كوي۔ تر دې دمه د فنډ پېمنټ آرډر ترمخه 6 زره 853 ته ادائيګي شوې او د دوهم پړاؤ ادائيګي به تر 14 اګست وكړې شي۔ ده د خالي په ورځ اېف بي آر كښې دستورې ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د مالی كال 2017-18 بجټ تقریر كښې د ټېكس وركوؤنكو بقاياجاتو معاملې زر تر زره د حل كولو باور وركړې شوې ووچی ترمخه ئې تر 10 لكهه روپو بقاياجاتو په اولني پړاؤ كښې ادائيګۍ تر 15 جولائي كولو او د 10 لكهه څخه د زيات بقاياجاتو تر 14 اګست ادا كولو پرېكړه شوې وه۔ وفاقي وزير د نوي چيئرمېن اېف بي آر طارق محمود پاشا تعينات كېدو هركلي كولو سره ووئيل هيله ده چې چيئرمېن به خپلې ډلې سره په ګډه ټېكس وركوؤنكو ته اسانۍ وركولو له او د نوې مالي كال ټېكس هدفونو ترلاسه كولو له به ټول صلاحيتونه وكاروي۔