مسلم ليګ (ن) به د جے آئي ټي راپور په اړه ټول قانوني استحقاق كاروي۔ او ستره محكمه كښې به بريالي ترلاسه كوي۔ سياسي ګوندونه كه تنقيد كولو څخه وړاندې د راپور په مندرجاتو قانوني پوهانو سره مشوره وكړي نو دا به ښه وي۔ مندرجاتو كښې جے آئي ټي د وزيراعظم په اړه كومه حتمي رائې وركړې نه ده۔ د امكان خبره ئې كړې۔ ميډيا ته خواست دے چې د جے آئي ټي مندرجات په خپلو سكرينونو وښائي۔ د طارق فضل چوهدري او دانيال عزيز خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي پاكستان مسلم ليګ (ن) به د جے آئي ټي راپور په اړه ټول قانوني استحقاق كاروي۔ او ستره محكمه كښې به بريالي ترلاسه كوي۔ د پاكستان پيپلز ګوند ٬ جماعت اسلامي او تحريك انصاف نه ځانله ټول سياسي ګوندونه كه تنقيد كولو څخه وړاندې د راپور په مندرجاتو قانوني پوهانو سره مشوره وكړي نو دا به ښه وي۔ مندرجاتو كښې جے آئي ټي د وزيراعظم په اړه كومه حتمي رائې وركړې نه ده۔ د امكان خبره ئې كړې۔ ميډيا ته خواست دے چې د جے آئي ټي مندرجات په خپلو سكرينونو وښائي۔ د خالي په ورځ په ګده خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل سترې محكمې ټېكس غلا ٬ مني لانډرنګ ٬ د قامي دولت لوټ كولو په ډول د 7 تورونو پلټنو له جے آئي ټي جوړه كړه ولې په دې اړه راپور كښې يو لفظ هم نشته۔ او نه ددې په اړه كوم مواد جے آئي ټي ته ترلاسه شوې۔ ده ووئيل جے آئي ټي د اختياراتو نه لرې د وزيراعظم كورنۍ راوبلله۔ د سترې محكمې په پرېكړه كښې د مريم نامه نه وه ولې هغه ئې هم راوبلله۔ده ووئيل زه دعوی سره دا خبره كوم چې وزيراعظم نواز شريف او اعلی وزير شهباز شريف هېواد ته د اربونو روپو منصوبې وركړې ولې سياسي مخالفين ددې په ټول كېرئېرد كرپشن كوم تور لګولې نه شي۔ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې دانيال عزيز ووئيل مونږ د جے آئي ټي د مندرجات جاج اخستلې۔ او چرته چې د وزيراعظم په اړه جے آئي ټي رائې وركړې ٬ د مے فئير فلېټس ذكر راغلې نو امكان لفظ كارولې شوې۔ او كومه حتمي رائې وركړې شوې نه ده۔ ده ووئيل په ډاكټر عاصم حسېن د 230 ارب روپو د مني لانډرنګ تور دے ۔ دې خپل روغتون كښې د ترهه ګرو درملنو كولو په تور نيولې شوې وو ولې وروستو خبره نوره هم رامخې ته شوه۔ ۔ زه قمر زمان او اعتزاز احسن څخه پوښتنه كوم دوئي په كومه خله ټكونه كوي زما مشوره دا ده چې دوئي دې ټكونو كولو څخه وړاندې قانوني پوهانو سره ددې راپور په اړه مشوره وكړي۔ ده ووئيل كے پي كے كښې احتساب ته تاله لګېدلې او په نورو تورونه لګولې شي۔ ده ووئيل زمونږ قانوني ډله ددې راپور بشپړ جاج اخلي او دا به وروستو چېلنج كولې شي۔