په څلورو زره پاڼو كښې د كرپشن او بدعنوانۍ كوم تور اونه لګولې شو٬زمونږ د كورنۍ 62 كلنه كاروباري معاملې د مفروضو ٬سورس راپورونو٬بهتانونو او د تورونو په بنياد په نښه كړی شوې

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې په څلور زره پاڼو كښې د كرپشن او بدعنوانۍ كوم تور اونه لګولې شو٬زمونږ د كورنۍ 62 كلنه كاروباري معاملې د مفروضو سورس راپورونو٬بهتانونو او د تورون په بنياد په نښه كړی شوې٬زمونږ په سلګونو پرمختيائي پروژو كښې د يوې پیسې د بدعنوانۍ كمېشن يا كك بيكس هېڅ داغ نشته٬د كال 2013م د ټاكنو نه …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې په څلور زره پاڼو كښې د كرپشن او بدعنوانۍ كوم تور اونه لګولې شو٬زمونږ د كورنۍ 62 كلنه كاروباري معاملې د مفروضو سورس راپورونو٬بهتانونو او د تورون په بنياد په نښه كړی شوې٬زمونږ په سلګونو پرمختيائي پروژو كښې د يوې پیسې د بدعنوانۍ كمېشن يا كك بيكس هېڅ داغ نشته٬د كال 2013م د ټاكنو نه پس يو بلا جواز كمپائن پیل كړی شوې٬دا اوس درېم بريد كېږي٬يو ځل بيا د هېواد وروستو بوتللو هڅې كېږي٬د توان ګڼ شمېرې پروژې زمونږ په دور كښې ولګېدې او پرله پسې لګي٬پوځ سره په ګډه مو د ترهه ګرو ملا ماته كړه٬په كراچۍ كښې مو امن راوستلو٬په بلوچستان كښې د پاكستان ترانې وغږولې شوې٬معيشت پياوړې پرمختګ كوي٬كه د وران كارو سياسي عناصرو د سازشونو لړۍ نه وي نو مونږ د 7 فيصد نه زياته د پرمختګ شرح ترلاسه كولې شو۔د جمعې پھ ورځ د مسلم ليګ(ن)د پارلماني ګوند غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې اوسنې صورتحال د پاكستان د 70 كلن تاريخ يو عكس دې۔ده ووئيل چې د جے آئي ټي په راپور كښې يوه هم داسې جمله نشته چې پكښې اشاره وي چې نواز شريف كرپشن كړی٬ده ووئيل چې زما د اقتدار پھ پنځو دورونو او د پنجاب وزيراعلٰی شهباز شريف په دورونو كښې كه زمونږ په ضد د لږ كرپشن كيس هم وي نو وړاندې دې راوستلې شي۔د سكينډل خبره خو لرې ده د راپور په 4 زره پاڼو كښې د كرپشن او بدعنوانۍ تور هم ونه لګولې شي٬ده وركړو كه د دوي په سلګونو پرمختيائي پروژو كښې د يوې پېسې كېك بيكس٬كمېشن يا د بدعنوانۍ كوم داغ وي نو وړاندې دې راوستلې شي۔وزيراعظم ووئيل چې څخه اووئيه چې په كوم كنټرېكټ كومه ټهيكه كومه پروژوه كښې نواز شريف كومه بدعنواني كړې۔ده ووئيل چې زما په لار كښې خنډونه جوړ كړې شول خو زه پخپله نظريه او دريځ ولاړ پاتې شوم۔نااهل وګرځولې شوم او د ټاكنو نه بهر كړې شوم خو همت مې ونه بيلولو۔د مشرف د امريت په وړاندې مو سر ټېټ نه كړو