اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د ټېلي كميونيكېشن دوهمې وزيرې انوشه رحمان وئېلي دي چې جے آئي ټي د وړومبۍ ورځې نه متنازعه دې٬د تفتيش په طريقه كار هم مونږ خپلې اندېښنې اولس او سترې محكمې ته وړاندې كړې دي۔يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې د جے آئي ټي د تشكيل نه واخله د دې غړو په تړون …
جے آئي ټي د وړومبۍ ورځې نه متنازعه دې٬د تفتيش په طريقه كار هم مونږ خپلې اندېښنې اولس او سترې محكمې ته وړاندې كړې دي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د ټېلي كميونيكېشن دوهمې وزيرې انوشه رحمان وئېلي دي چې جے آئي ټي د وړومبۍ ورځې نه متنازعه دې٬د تفتيش په طريقه كار هم مونږ خپلې اندېښنې اولس او سترې محكمې ته وړاندې كړې دي۔يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې د جے آئي ټي د تشكيل نه واخله د دې غړو په تړون مونږ اندېښنې لرلې كومې چې نه دي لرې كړې شوې خو سره د ټولو اندېښنو مونږ جے آئي ټي ته وړاندې شو۔هغې ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف هغه كس دې كوم چې سره د وزيراعظم كېدو د هېواد او د آئين او د قانون خيال ساتلې٬نه يوازې پخپله بلكې خپله ټوله كورنۍ احتساب لپاره وړاندې كړې او د پوښتنو ځوابونه يې وركړي دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې وزيراعظم يوازې تور دې كوم چې ثابت شوې نه دې ځكه يوازې د تور په بنياد د چوكۍ پرېښودلو غوښتنه بالكل غېر آئيني ده











