اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د استعفٰی نه وركولو په سپينو ټكو اعلان كړی او د كابينې غړو هركلې كولو سره د دې پريكړې توثيق كړی۔د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د جمهوريت خرڅونكې سازشي ټولۍ پھ وېنا استعفٰی وركړم؟د الله په فضل …
د جے آئي ټي راپور زمونږ د ذاتي كاروبار په اړه د مفروضو٬تورونو او د بهتانونو مجموعه ده٬زمونږ كورنۍ په سياست څه ګټلې نه دي البته د لاسه مو ډېر څه وركړي دي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د استعفٰی نه وركولو په سپينو ټكو اعلان كړی او د كابينې غړو هركلې كولو سره د دې پريكړې توثيق كړی۔د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د جمهوريت خرڅونكې سازشي ټولۍ پھ وېنا استعفٰی وركړم؟د الله په فضل او كرم زما په ضمير هېڅ بوج نشته٬مسلم ليګ(ن)د استعفٰی غوښتونكو د ټولو ووټونو نه زيات ووټونه اخستي۔د وفاقي كابينې غړو د وزيراعظم د استعفٰی د نه وركولو د اعلان تود هركلے وكړو۔غړو ميزونه ډبولو سره د پريكړې توثيق وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې د جے آئي ټي راپور زمونږ د ذاتي كاروبار په اړه د مفروضو٬تورونو او د بهتانونو مجموعه ده٬زمونږ كورنۍ په سياست څه ګټلې نه دي البته د لاسه مو ډېر څه وركړي دي٬د اربونو پروژې لګول كېږي خو بدعنواني ثابته نه شوه۔وزيراعظم ووئيل چې په څلورو كلونو كښې مونږ د رغونې او پرمختګ دومره كار كړی كوم چې په دوه لسيزو كښې نه دې شوې۔ده ووئيل چې كه د كال 1985 نه واخله تر ننه په 32 كلونو كښې د يوې پیسې خردبرد مو كړې وي نو ووائي ته خو دا تور هم نه شي راوړلې۔وزيراعظم ووئيل چې ٬په وخت راتلو به ټول رازونه ښكاره شي٬هغه وخت زيات لرې نه دې٬د رغونې او پرمختګ سفر به د پټلے نه كوزولو ته پرې نه ږدو٬پاكستان په تېر وخت كښې د دې تماشو ډېر لويې قيمت ادا كړی بايد اوس دا لړۍ بند ش











