اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې اولس د ښه صحت اصولو سره په اشنا كولو د هلاكوٶنكو رنځونو څخه ساتلې شوو ٬ په دې لړ كښې اړوندې سركاري ادارې او طبي انجمنونه مهم كردار لوبولې شي۔ اولس مشر دا خبرې د ورلډ فېډرېشن آف نيورولوجي چيئرمېن ډاكټر واسع شاكر سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات …
اولس د ښه صحت اصولو سره په اشنا كولو د هلاكوٶنكو رنځونو څخه ساتلې شوو

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې اولس د ښه صحت اصولو سره په اشنا كولو د هلاكوٶنكو رنځونو څخه ساتلې شوو ٬ په دې لړ كښې اړوندې سركاري ادارې او طبي انجمنونه مهم كردار لوبولې شي۔ اولس مشر دا خبرې د ورلډ فېډرېشن آف نيورولوجي چيئرمېن ډاكټر واسع شاكر سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولسمشر ووئيل اولس د صحت ښه اوصولو نه خبرولو لپاره د ټولنې ټولو ذمه وارو كسانو له كردار تر سره كول پكار دي ٬ په دې لړ كښې دې د ډاكټرانو پېشه وره تنظيمونو په مرسته د خبرتيا كمپائن وچلولې شي۔ اولس مشر د فالج رنځورانو شمېره په تندۍ سره زياتېدو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل په دې صورتحال قابو موندلو لپاره ضروري دي چې د سركاري او شخصي څانګو هڅې كوټلې كړې شي دغسې چې په لږو اسانيو كښې د زياتو نه زياته ګټه پورته كړې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن د جولائي 22مه نيټه “فالج څخه د بچ كېدو نړيواله ورځ” په توګه په لمانځلو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دې سره به د فالج غوندې د موذي رنځ په ضد د اولسي شعور رابېدارېدل زيات شي











