د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن د پونچ دوره ٬ په اېل او سي د شهيدانو كورنيو سره غمرازي

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د نهې په ورځ د پونچ دوره وكړه چرته چې دې په اېل او سي د هندي ډزو په نتيجه كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ دې د چھتر تحصيل په عباسپور كښې د شهیدو …

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت د نهې په ورځ د پونچ دوره وكړه چرته چې دې په اېل او سي د هندي ډزو په نتيجه كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ دې د چھتر تحصيل په عباسپور كښې د شهیدو مېرمنو فائزه سليم او كلثوم د كورونو دوره وكړه او كشميري وروڼو لپاره ئې د پاكستان حكومت لخوا د مرستې باور وركړو۔ په دې مهال دې د آئي ډي پي كېمپ دوره هم وكړه۔ د هندي ډزو په نتيجه كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنې په مهال دې د دوئي د حوصلې ستائنه وكړه او دوي ته ئې باور وركړو چې حكومت به دوئي ته طبي مرسته او د دوئي بحالۍ له هره ممكنه اساني وركوي۔ په دې مهال خپلو خبور كښې دې ووئيل هند بايد د اېل او سي احترام وكړي۔ دا د بشري حقونو لويه خلاف ورزي ده۔ دې په اېل او سي د هندي خلاف ورزۍ د پاكستان پوځ لخوا ځواب وستائلو۔ دې ووئيل زمونږ پولې محفوظ دي۔ هند بايد د كوم هم حماقت كولو څخه ډډه وكړي۔ دې په دې مهال نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې په سمدستي توګه د بې ګناه كشميري اولس په ضد د زور ظلم او زياتي ختمولو له په هند زور راوړي او سيمه كښې غوره امن په ځائې كولو له د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير ستونزه هواره كړي