د وزيراعظم محمد نواز شريف څخه استعفٰی غوښتل د اولس د مېنډېټ سپكاوې دې

اسلام آباد 11 جولائي(اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن) لارښود د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري ته وئېلي دي چې د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان تل د استعفٰی غوښتنه كړې ده او په خپل 100 پرېس كنفرنسونو كښې ئې په 90 كښې د عمران خان دغه غوښتنه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره خبرو كښې كړې۔ طلال چوهدري ووئيل د …

اسلام آباد 11 جولائي(اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن) لارښود د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري ته وئېلي دي چې د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان تل د استعفٰی غوښتنه كړې ده او په خپل 100 پرېس كنفرنسونو كښې ئې په 90 كښې د عمران خان دغه غوښتنه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره خبرو كښې كړې۔ طلال چوهدري ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف څخه استعفٰی غوښتل د اولس د مېنډېټ سپكاوې دې٬پاكستاني اولس وزيراعظم محمد نواز شريف ته د پنځه كاله مېنډېټ وركړې او په درېم ځل يې د هېواد وزيراعظم منتخب كړې٬مونږ خو عدالتونو ته وړاندې شوي يو كومو چې چې داسې كومه پرېكړه نه ده كړې دغسې د وزيراعظم محمد نواز شريف د استعفٰی غوښتنې څه جواز نه جوړیږي۔ده ووئيل چې د عمران خان خو كار دا دې چې هره ورځ پرېس كنفرنس كول٬بيا په دې كښې تورونه لګول او وروستو معافي غوښتل او د استعفٰی غوښتنه كول دي۔ ده ووئيل چې عمران خان دې بيا بيا د استعفٰی غوښتنه نه كوي ولې چې نه به دا وخت راشي او نه به د هغه دا خواهش پوره شي