د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترمخې به كراچۍ څخه تر پېښور رېلوے لائن غوره جوړولې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق

اسلام آباد ۔ 09جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترمخې به كراچۍ څخه تر پېښور رېلوے لائن غوره جوړولې شي۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل په دې لړ كښې ضروري شرطونو ته حتمي شكل وركولو له د چائنا نېشنل ریلوے د اعلی كچې يو پېلاوې به د نهې په ورځ پاكستان ته راوسي۔ وفاقي وزير ووئيل د رېلوے لائن غوره كېدو سره به د ټرېنونو رفتار د ساعت په سر 160 كلوميټر ته ورسي۔ ده ووئيل د انډر پاس او فلائي اووورز د لارې به ټول رېلوے كراسنګ ختم كړې شي۔