خېبر پختونخوا كښې كورونا كېسونو كښې ښكاره كمې ريكارډ كړے شو

پېښور ۔23 مئی(اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې كورونا كېسونو كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې۔ ګرده صوبه كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح 5.2 فیصد ته رسېدلې۔ د روغتيا څانګې رپورټ له مخې بونېر كښې د مثبت كېسونو شرح 17 فيصده ٬ بنو كښې 11 او پېښور كښې 10 فيصد ده۔ د ګردې صوبې بېلو روغتونونو اېچ ډي يو كښې 600 رنځوران ٬ آئي سي يو كښې 150 او په وېنټي لېټر 47 رنځوران دي۔