د عدن فاؤنډېشن تر سيوري لاندې د مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي لپاره لاريون

چارسده 21مئی(اے پی پی)د چارسده عدن فاؤنډېشن تر سيوري لاندې د فلسطين يو والي ورځ لمانځلو په موقع د مظلومو فلسطينيانو مسلمانانو سره د يو والي څرګندونه شوې او د اسرائيلي ظلم غندنه كولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه په سمدستي توګه د نوټس اخستو غوښتنه شوې۔د عدن فاؤندېشن لخوا فلسطينيانو مسلمانانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د احمد آباد څخه تر تنګي موړ لاريون وكړے شو ۔د لاريون مشري د عدن فاؤنډېشن چيئرمېن حاجي ناصر علي خان او د سپورټس اينډ كلچر ونګ چارسدې صدر امتياز خان وكړه۔په لاريون كښې د سيمې ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔د فلسطيني اولس سره د يو والي او د اسرائيل بربريت په ضد يې نعرې ووهلې۔په دې موقع وګړو فلسطينيانو له بشپړ باور وركړو او وې وئېل پاكستان القدس او فلسطيني اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د ملګرو ملتونو په غېر معمولي غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي بشپړه ترجماني كړې په كومه چې مونږ هغه ته پېرزوئنې وړاندې كوو