د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان د شاعر سلیم راز په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 17 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان د پښتو د نوموړي شاعر او اديب سلیم راز په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې سليم راز د لوړې كچې شاعر او اديب ٶ د ارواښاد ادبي خدمات به د اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي