په امبار كښې د اوبو ټېنكۍ چاودېدو په نتيجه كښې 7 ماشومان مړه او يو ژوبل شوے

مهمند 08 مئي (اے پي پي) په امبار كښې د اوبو ټېنكۍ چاودېدو په نتيجه كښې 7 ماشومان مړه او يو ژوبل شوے. د خبر له مخې ماشومانو د ټېنكۍ سره نزدې لوبې كولې چې ناڅاپي د سيمنټ د بلاكونو څخه جوړه شوې ټېنكۍ وچاودېده او د راپرېوتو په نتيجه كښې ئې 7 ماشومان مړه شول. په پېښه كښې يو ماشوم ژوبل شوے دے. د پېښې په اطلاع د رېسكيو 1122 ډلې په موقع راورسېدې او د مرستې چارې ئې پېل كړې.