په هري پور كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 36 كېسونه رپورټ شول

هري پور 07 مئي (اے پي پي) په هري پور كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا نور 36 كېسونه رپورټ شوي او په ضلع كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 147 ته رسېدلې. د هري پور د ډاكټر اېسوسي اېشن صدر ډاكټر حسنېن رضا ترابي وئيلي دي په هري پور كښې د كورونا وائرس شرح 3.54 فيصد ده. اولس دې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو …

هري پور 07 مئي (اے پي پي) په هري پور كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا نور 36 كېسونه رپورټ شوي او په ضلع كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 147 ته رسېدلې. د هري پور د ډاكټر اېسوسي اېشن صدر ډاكټر حسنېن رضا ترابي وئيلي دي په هري پور كښې د كورونا وائرس شرح 3.54 فيصد ده. اولس دې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره احتياطي تدابير خپل كړي، د ماسك اچول دې باوري كړي او په غېر ضروري توګه دې د كورونو نه بهر نه وځي. د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه دې ډډه وكړې شي او پرله پسې دې لاسونه ووينځل خپل عادت جوړ كړے شي.

مزید خبریں