د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ اعلاميه

كوئټه 07 مئي (اے پي پي)د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ مختلفو اعلاميو كښې د اسمبلۍ څخه منظور شوو بيلو بلونو په اړه وئيلي دي صوبه كښې د ماشومانو څخه د مشقت اغستو مخنيوي بل په 21 اپريل 2021ء منظور كړے شوے او دغې نه پس د بلوچستان ګورنر د منظورۍ نه پس دغې باقاعده د يو ايكټ درجه تر لاسه كړې ۔ دغسې صوبائي اسمبلۍ په 26 اپريل د ډيلي ويجز بل ، د كم نه كم اجرت په اړه بل ،موټروئيكلز بدلون بل او صوبه كښې د جبري مشقت اغستو مخنيوي بلونه منظور كړي دي ۔ دغه ټول بلونه په 26 اپريل 2021ء اسمبلۍ څخه د منظوريدو نه پس په 4 مئي 2021ء ګورنر توثيق كړي كومو چې د صوبائي ايكټ درجه ترلاسه كړې ده