بلوچستان كښې د كورونا وائرس 3 نور رنځوران په حق ورسېدل

كوئټه 07 مئي (اے پي پي) بلوچستان كښې د كورونا وائرس درې نور رنځوران په حق رسيدلي دي دغسې صوبه كښې د كورونا وائرس 116 نوې كيسونه رامخي ته شوي۔د روغتيا محكمې او د كورونا وائرس سيل رپورټ له مخي د زيارت په ورځ صوبه كښې د كورونا وائرس 1192 ټيسټونه شوي چې په نتيجه كښې ئې كوئټه كښې 62،خضدار كښې 12،صحبت پور او سبي كښې11،11،ګوادر كښې 6،نصيرآباد كښې 4،تربت او جعفرآباد كښې دوه ٬ دوه ٬ چاغي ،لسبيله ،قلعه عبدالله ،ژوب كښې يو ٬ يو كيس رپورټ شوے ٬ دې نه پس صوبه كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 23016 ته رسيدلي دغسې په صوبه كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 21361 رنځوران ښه شوي۔ رپورټ له مخي د كورونا وائرس له امله په صوبه كښې درې نور كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو مجموعي شميره 243 ته رسيدلي