د بلوچستان حكومت لخوا د رمضان المبارك په 27مه نېټه د توبه او استغفار ورځ لمانځلو نوټېفيكشن جاري كړے شو

كوئټه 06 مئي (اے پي پي) د بلوچستان حكومت لخوا د رمضان المبارك په 27مه نېټه د توبه او استغفار ورځ لمانځلو نوټېفيكشن جاري كړے شو. د بلوچستان د مذهبي چارو سېكرټري د دفتر لخوا په جاري شوي نوټېفيكېشن كښې وئيلي شوي دي چې علما او مشائخ د غونډې په رڼا كښې د روژې مباركې 27مه نېټه د مئي 9مه نېټه كال 2021م د توبه او استغفار ورځ ګرځول شوې ده. په دې موقع به د كووېډ 19 د وبائي صورتحال څخه نجات لپاره خاص دعاګانې كولې شي.