د خېبرپښتونخوا د سيلګرۍ محكمې د سيلګرۍ ځايونه د 8 نه تر 16مئي د بندولو اعلان وكړو

پېښور 05 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د سيلګرۍ محكمي د كورونا صورتحال ترمخه 8 نه تر 16 مئي شمالي سيمي ، ګليات،كاغان، سوات،دير او د چترال د سيلګرۍ ځايونه ،ريزورټس، هوټلز او خوا او شا د سېل سپارټې ځايونه او اولسي پاركونه د بندولو اعلان كړے۔ د محكمې د اړخه جاري بيان له مخي د كوچني آختر رخصتيو په مهال د سيلګرۍ اراده لرونكي كسان دې دغه ځايونو ته د تللو څخه ډډه وكړي۔سيلګرو ته اپيل شوے چې خپل او د نورو د صحت او ژوند خيال وساتي او په دې رخصتيو كښې دغه ځايونو ته د تللو څخه ډډه وكړي