د قراقرم پوهنتون او بي اېف ټېكنالوجيز ترمينځه اي بزنس ته وده وركولو له د تفاهم يادښت لاس ليك شو

ګلګت۔5مئی(اے پی پی) د قراقرم نړيوال پوهنتون او بی اېف ټېکنالوجیز دوه اړخيزه چارې مخ په وړاندې بوتللو له د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔ د تفاهم يادښت له مخې به دواړه ادارې ګلګت بلتستان كښې د اي بزنس ودې له په ګډه كار كوي۔ د ډائرېکټرېټ آف پبلک ریلېشنز له مخې د تفاهم په يادښت د قراقرم پوهنتون لخوا وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عطاء اللہ شاہ او د بی اېف ټېکنالوجیز استازي لاس ليك وكړو۔ په دې موقعه د دواړو ادارو نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔