کېنبرا 15 اکتوبر (اے پي پي) افغانستان كښې د اسټراليا د پوځي ډلو د مبينه جنګي جرائمو بې نقابه كوٶنكي يو خبريال په ضد روان تفتيشي عمل ختم كړے شوے ۔ د اسټراليا وفاقي پوليس ووئيل استغاثه ته د اسټراليا د براډکاسټنګ کارپورېشن (اے بي سي) څخه تړون لرونكي خبريال ډېنيل اوکس قصور وار ګرځولو لپاره زيات شواهد ترلاسه شوي خو كيدې شي چې د ھغه په ضد كاروائي كول …
افغانستان كښې د اسټراليا د عسكرو مبينه جنګي جرائم بي نقابه كوٶنكي خبريال په ضد پلټنې ختمې شوې
کېنبرا 15 اکتوبر (اے پي پي) افغانستان كښې د اسټراليا د پوځي ډلو د مبينه جنګي جرائمو بې نقابه كوٶنكي يو خبريال په ضد روان تفتيشي عمل ختم كړے شوے ۔ د اسټراليا وفاقي پوليس ووئيل استغاثه ته د اسټراليا د براډکاسټنګ کارپورېشن (اے بي سي) څخه تړون لرونكي خبريال ډېنيل اوکس قصور وار ګرځولو لپاره زيات شواهد ترلاسه شوي خو كيدې شي چې د ھغه په ضد كاروائي كول د اولس په ګټه نه وې٬ دا پرېكړه د اے بي سي لخوا د افغان فائلز اشاعت نه درې كاله پس رامخې ته شوې ٬ دې دستاوېزات د لارې دا تور لګولے شوے ٶ چې په افغانستان كښې د اسټراليا عسكرو د بې ګناه كسانو پشمول كوچنيان وژلي دي ۔











