د میکسیکو عدالت د 2017 زلزلې له امله د 19 ماشومانو پشمول د 26 كسان په مرګ د سکول مالك ته 31 كاله د زندان سزا واوروله

میکسیکو سټی 15 اکتوبر (اے پی پی) د میکسیکو عدالت د 2017 په زلزله كښې د 19 ماشومانو پشمول د 26 كسانو د مرګ مقدمه كښې د سکول مالك ته د 31 كالو زندان سزا اورولې ده۔ د پايه تخت نجی ریبسامن ایلیمنټری سکول مالك مونیکا ګیرسیا ویلجس تيره مياشت كښې د دې جرم مرتکب ګرځولے شوے ؤ۔ عدالتی ذريعو د نامې نه څرګندونې په شرط ووئيل د سکول مالك …

میکسیکو سټی 15 اکتوبر (اے پی پی) د میکسیکو عدالت د 2017 په زلزله كښې د 19 ماشومانو پشمول د 26 كسانو د مرګ مقدمه كښې د سکول مالك ته د 31 كالو زندان سزا اورولې ده۔ د پايه تخت نجی ریبسامن ایلیمنټری سکول مالك مونیکا ګیرسیا ویلجس تيره مياشت كښې د دې جرم مرتکب ګرځولے شوے ؤ۔ عدالتی ذريعو د نامې نه څرګندونې په شرط ووئيل د سکول مالك به ځپليو له پھ مجموعی توګه 11.5 ملیونه روپۍ (5 لکهه 40 زره امریکائي ډالره) جرمانه هم وركوي۔د استغاثه وکیل فرنینډو کاسټیلو ووئيل مونږ د عدالتی پريكړې څخه مطمئن يو دغسې اټارنی جنرل ایرنسټینا ګوډوئے رامس په پريكړه ټويټ كولو كښې ووئيل د ځپلو كسانو لپاره انصاف ترلاسه كړے شوے۔ د سکول مالك وکیل ووئيل زه بې ګناه يم او د سزا په ضد د اپیل حق لرو

مزید خبریں