مقبوضه بېت المقدس۔13 اکتوبر(اے پی پی) اسرائيل په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس د لاسه د نورو 41 كسانو د مرګ اطلاع وركړې ده چې ورسره اسرائيل كښې په مجموعي توګه د دې وبا د لاسه د مړو شمېره 2،021 ته رسېدلې ۔ د اسرائيل د روغتيا وزارت وېنا له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 3538 نوو كېسونو رپورټ كېدو نه وروستو ګرد هېواد كښې …
اسرائيل كښې د كورونا د لاسه د مړو شوو شمېره 2000 نه زياته شوه
مقبوضه بېت المقدس۔13 اکتوبر(اے پی پی) اسرائيل په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس د لاسه د نورو 41 كسانو د مرګ اطلاع وركړې ده چې ورسره اسرائيل كښې په مجموعي توګه د دې وبا د لاسه د مړو شمېره 2،021 ته رسېدلې ۔ د اسرائيل د روغتيا وزارت وېنا له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 3538 نوو كېسونو رپورټ كېدو نه وروستو ګرد هېواد كښې تر دې دمه په مجموعي توګه 294،031 كسان ځپلے شوي۔ بلخوا دې رنځ څخه 238،681 كسان روغ شوي۔ هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 53،327 پاتې شوې ده











