د اردن 31 كسيزه نوې كابينې سوګند پورته كړو

عمان ۔13اکتوبر (اے پی پی) د اردن نوي وزيراعظم بشر الخصاونة او د هغه د کابینې غړو د خپلو چوكو سوګند پورته كړے۔ دا سوګند د عمان په رغدان محل كښې د اردن پاچا په وړاندې پورته كړے شو۔ دوه وزيران د كورونا د لاسه په آئيسولېشن كښې دي ځكه هغوي د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون كولو نه پاتې شول۔ اېمن الصفدي د خارجه وزير ٬ محمد العسعس …

عمان ۔13اکتوبر (اے پی پی) د اردن نوي وزيراعظم بشر الخصاونة او د هغه د کابینې غړو د خپلو چوكو سوګند پورته كړے۔ دا سوګند د عمان په رغدان محل كښې د اردن پاچا په وړاندې پورته كړے شو۔ دوه وزيران د كورونا د لاسه په آئيسولېشن كښې دي ځكه هغوي د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون كولو نه پاتې شول۔ اېمن الصفدي د خارجه وزير ٬ محمد العسعس د خزانې وزير او هالة زواتي د توان وزير په حېث سوګند پورته كړو۔ په پخوانۍ كابينه كښې هم دوي ته دا پورټ فوليو سپارلے شوې وو۔ د اردن نوے حکومت د وزيراعظم سره 31 وزیران لري چې په کښې 3 میرمنې هم شاملې دي۔ دوي كښې 8 وزيران پخواني حكومت كښې هم شامل وو۔

مزید خبریں