مسجد نبوي كښې د زيارت لړۍ د اتوار ورځې نه پېل كېږي۔ انتظاميه

مدینه ۔13اکتوبر (اے پی پی) په سعودي عربستان کښې د مقدسو جوماتونو ادارې وئیلي دي چې د مسجد نبوي روضه شريف كښې د لمونځ او زيارت اولنۍ لړۍ د اكتوبر 18 مې نېټې زيارت ورځې نه پېل كېږي۔ د مسجد نبوي انتظاميه او د امنيتي فورس اهلكار به روضه شريف ته لمونځ او صلاة او سلام له راتلونكي زائرين منظم كوي۔ د مسجد نبوي انتظاميې وياند جمعان العسېري وئيلي چې زيارت كښې خوښي لرونكي دې د اعتمرنا اېپ د لارې اجازه ترلاسه كړي۔ دې نه غېر به چا ته روضې ته د تلو اجازه نه وي۔ په اولني پړاؤ كښې به د روضه شريف تر 75 فيصد ګنجائش حساب سره زائرينو ته د كورونا وائرس حفاظتي تدبيرونو سره د حاضرېدو اجازه وي