برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 50 لكه 94 زره نه زياته شوه ٬ 1 لك 50 زره نه زيات كسان مړه شول

ریوډی جنیرو۔12اکتوبر (اے پی پی)برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 50 لكه 94 زره نه زياته شوې او د مړو شمېره 1 لك 50 زره نه زياته ده۔ د ګل په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 12345 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مصدقه كېسونو مجموعي شمېره 5094979 نه زياته شوه۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا وائرس 474308 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازیل د روغتيا وزارت شمېرو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 290 كسان مړه شوي ۔ د چارواكو له مخې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 150506 كسان مړه شوي۔ برازيل كښې تر دې دمه 44 لکھ 70 زره كسان د دې ناروغتيا نه ښه شوي ۔ برازیل د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم او د مړو شمېرې به اعتبار سره د دويم هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د روان كال فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه رپورټ شوے ؤ