اروپائي ائتلاف په نګورنو کاراباخ کښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزۍ اندېښنه ښكاره كړه

برسلز۔12اکتوبر(اے پی پی)اروپائي ائتلاف په نګورنو کاراباخ کښې د پوځي نښتو په بيا پېل كېدو سخته اندیښنه ښكاره کړې ده۔ د اروپايي بلاك خارجه پالېسۍ مشر جوزپ بورنیل وئیلي دي د اروپايي ائتلاف غړي هیوادونه باید د دې مسئلې حل كولو لپاره سمدستي د منسک ډلې خبرې پیل کړي. د منسک ډلې ترسېوري لاندې د آرمينیا او آذربایجان ترمینځه د نګورنو کاراباخ شخړې يو تل پاتې هوارے لټولو لپاره د فرانس ، روسیه او امريكې په مشرۍ كښې يوه لسيزه وړاندې مذاكراتي عمل پېل كړے شوے ؤ۔ آرمنیا او آذربایجان په نګورنو- کاراباخ کښې د جنګ بندۍ د خلاف ورزۍ كولو تور په يو بل لګوي