رومانيه د بيلاروس څخه خپل سفير بيرته وبللو

بخارسټ 09 اکتوبر (اے پي پي) رومانيه د لتھوانيا او پولينډ سره د يوالي څرګندونې لپاره په بيلاروس كښې د متنازعه صدارتي انتخاباتو نه پس د سياسي اړي ګړي او عدم استحكام په سوب بيلاروس څخه خپل سفير بيرته رابللے دے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې بيلاروس په پولينډ او لتھوانيا تور لګولے ٶ چي دغه هيوادونو د ببلا روس جلا وطن شوو د مخالفې ډلې لارښودو ته …

بخارسټ 09 اکتوبر (اے پي پي) رومانيه د لتھوانيا او پولينډ سره د يوالي څرګندونې لپاره په بيلاروس كښې د متنازعه صدارتي انتخاباتو نه پس د سياسي اړي ګړي او عدم استحكام په سوب بيلاروس څخه خپل سفير بيرته رابللے دے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې بيلاروس په پولينډ او لتھوانيا تور لګولے ٶ چي دغه هيوادونو د ببلا روس جلا وطن شوو د مخالفې ډلې لارښودو ته پناه وركولو او په بيلاروس كښې د صدر اليګزېنډر لوكاشينكو په انتخاباتو كښې بيا بريا مسترد كولو سره زمونږ په كورنيو معاملو كښې لاس وهنه كړې’ نو په دې رومانيه د لتھوانيا او پولينډ سره د يوالي څرګندونې لپاره بيلا روس څخه خپل سفير بيرته بللے دے۔ په دې لړ كښې د رومانيه خارجه وزير د جمعې پهورځ خپل بيان كښې ووئيل مونږ د پولينډ او لتهوانيا سره د يوالي څرګندونې او مشاورت لپاره بيلاروس څخه خپل سفير بيرته رابللے ۔ ده ووئيل بيلاروس له په دې خبره پوهيدل پكار دي چې د اروپائي ائتلاف په غړو هيوادونو سفارتي فشار سره به مذاكرات موثره ثابت نه شي او نه به ئې په زړه پورې نتيجې رامخئ ته شي۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې المان، جمهوريه چيك، اسټونيا، لټويا ، بلغاريه او سلوواکيه هم بيلاروس څخه خپل سفيران يبرته رابللې دي

مزید خبریں