بشکیك 09 اکتوبر (اے پی پی) د کرغزستان صدر سورونبے جین بیکوف وئيلي دي هيواد كښې د نوې کابینې جوړولو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفیٰ وركولو ته چمتو يم۔ ميډيا له مخې کرغزستان كښې د 3 اکتوبر متنازعه الیکشن نه پس اپوزیشن احتجاجی مظاهرې پيل كړې وي۔پايه تخت بشکیك كښې حکومت مخالف مظاهرچيانو د پارلمان پشمول د ښار په مهمو ودانو قبضه کړې او غوښتنه ئې كړې چې …
د نوې کابینې جوړولو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفیٰ وركولو ته چمتو يم، د کرغزستان صدر
بشکیك 09 اکتوبر (اے پی پی) د کرغزستان صدر سورونبے جین بیکوف وئيلي دي هيواد كښې د نوې کابینې جوړولو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفیٰ وركولو ته چمتو يم۔ ميډيا له مخې کرغزستان كښې د 3 اکتوبر متنازعه الیکشن نه پس اپوزیشن احتجاجی مظاهرې پيل كړې وي۔پايه تخت بشکیك كښې حکومت مخالف مظاهرچيانو د پارلمان پشمول د ښار په مهمو ودانو قبضه کړې او غوښتنه ئې كړې چې صدر جین بیکوف دې اقتدار پيږدي او هيواد كښې دې نوې ټاكنې وكړې شي۔ مظاهرو نه پس د وزیراعظم پشمول ځينې وزيران مستعفی شوي خو چارواكو الیکشن کالعدم ګرځولے ۔ د کرغزستان صدر تيره ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د اقتدار منتقل کولو لپاره چمتو يم خو دې څخه وړاندې قوي قیادت او کابینې جوړولو ته اړتيا ده











