كولمبيا كښې د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 7875 نوى كيسونه رپورټ شول

بګوټا 08 اکتوبر(اے پی پی)كولمبيا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كووېډ۔19 نور 7875 كيسونه رامخې ته شوي چې له امله يې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو مجموعي شميره 877683 ته رسيدلې او د كورنا وائرس له امله نور 163 كسان مړه او په مجموعي توګه د مړو كسانو شميره 27180 ته رسيدلې ده ۔د كولمبيا ابلاغ ذريعو له مخې د روغتيا وزير فرنينډو رويز وئيلي دي د كورونا وائرس له امله 773973 ځپلي كسان ښه شوي۔ده ووئيل مونږ د كورونا وائرس له امله د ځپلو ټولو رنځورانو معالجه باوري كړې او د حكومت لخوا به دوي ته ټولي طبي آسانۍ وركولې شي