امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 77 لکه 22 زره نه زياته شوه۔2 لکه 15 زره نه زيات كسان مړه شول

واشنګټن۔7 اکتوبر(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 77 لکه 22 زره نه زياته شوې او د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 2 لکه 15 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د شورؤ په ورځ د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ناروغو شمېره 7722746 ته رسېدلې ۔ د امريكې د روغتيا څانګې چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس …

واشنګټن۔7 اکتوبر(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 77 لکه 22 زره نه زياته شوې او د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 2 لکه 15 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د شورؤ په ورځ د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ناروغو شمېره 7722746 ته رسېدلې ۔ د امريكې د روغتيا څانګې چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شمېره 2571379 ده او د دې وائرس د لاسه ګرد هېواد كښې تر دې دمه 215822 كسان مړه شوي۔ د دې وائرس نه تر دې دمه 49 لکه 35 زره كسان روغ شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده ګرده نړۍ كښې امريكا د كورونا وائرس تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس د اولني كېس تشخيص د روان كال جنورۍ مياشتې په 22 مه نېټه شوے ؤ

مزید خبریں