هند – د كرونا ځپليو كېسونو شمېره 67 لكه 57 زره نه زياته شوه ٬ يو لك 4 زره كسان مړه

نوے ډيلے 07 اکتوبر (اے پي پي) هند كښې د كرونا وائرس ځپليو كېسونو شمېره 67 لكه 57 زره نه زياته شوې ده۔ ددې رنځ د لاسه تر دې دمه يولك 4 زره كسان مړه شوي دي۔ د كرونا وائرس نړيوالې وبا څخه امريكا او برازيل نه پس هند د نړۍ د درېم زيات ځپلې هېواد په توګه رامخے ته شوے دے۔ چرته چې تر دې دمه د ګورونا ځپليو …

نوے ډيلے 07 اکتوبر (اے پي پي) هند كښې د كرونا وائرس ځپليو كېسونو شمېره 67 لكه 57 زره نه زياته شوې ده۔ ددې رنځ د لاسه تر دې دمه يولك 4 زره كسان مړه شوي دي۔ د كرونا وائرس نړيوالې وبا څخه امريكا او برازيل نه پس هند د نړۍ د درېم زيات ځپلې هېواد په توګه رامخے ته شوے دے۔ چرته چې تر دې دمه د ګورونا ځپليو مجموعي شمېره 6757131 ته رسېدلې ده۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د هند د صحت وزارت وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا 72049 نوې كېسونه راپور شوې دي۔ په دې مهال د كورونا د لاسه نور 986 كسان مړه شوي دي۔ د روغتيا وزارت له مخې هند كښې د كورونا وائرس فعاله كېسونو شمېره 907847 ته رسېدلې ده۔ بلخوا ددې وبا نه تر دې دمه 5744693 كسان جوړ شوي دي

مزید خبریں