ریوډی جنیرو۔7 اکتوبر(اے پی پی) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 49 لکھ 70 زره نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې د دې وبا د لاسه تر دې دمه 1 لك 47 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د تېر شوا روز په مهال د کورونا وائرس 41906 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره …
برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 49 لکھ 70 زره نه زياته شوه۔ 1 لك 47 زره كسان مړه
ریوډی جنیرو۔7 اکتوبر(اے پی پی) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 49 لکھ 70 زره نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې د دې وبا د لاسه تر دې دمه 1 لك 47 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د تېر شوا روز په مهال د کورونا وائرس 41906 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مصدقه رنځورانو شمېره 4970953 ته رسېدلې ۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا وائرس 470511 فعال رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شمېرو له مخې هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 819 كسان مړه شوي چې ورسره د دې وباﺀ د لاسه د مړو شويو مصدقه شمېره 147571 ته رسېدلې ده ۔ برازیل كښې تر دې دمه 43 لكه 52 زره کورونا رنځوران ښه شوي هم دي ۔ برازیل د کورونا وائرس مرګونو په لحاظ د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ برازیل كښې د كورونا د اولني كېس تصديق د روان كال فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه شوے ؤ۔ د چارواكو وېنا ده هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره پرله پسې زياتېږي











