فجي ليوكا كښې د 6.0 شدت زلزله راغله

سووا 06 اکتوبر (اے پی پی) فجي ليوكا سيمه كښې د 6.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د چين خبرې رسنې ادارې رپورټ له مخې د امريكې جيالوجيكل سروے وئېلي دي د نهې په ورځ فجي ليوكا سيمه كښې د 6.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د زلزلې له امله د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔دغسې د زلزلې مركز په زمكه كښې 628 كلوميټره ژور ؤ