نوے ډيلے 06 اکتوبر (اے پي پي) هند كښې د كرونا وائرس ځپليو كېسونو شمېره 66 لكه 85 زره نه زياته شوې ده۔ ددې رنځ د لاسه تر دې دمه يولك 3 زره كسان مړه شوي دي۔ د كرونا وائرس نړيوالې وبا څخه امريكا او برازيل نه پس هند د نړۍ د درېم زيات ځپلې هېواد په توګه رامخے ته شوے دے۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د هند د …
هند – د كرونا ځپليو كېسونو شمېره 66 لكه 85 زره نه زياته شوه ٬ يو لك 3 زره كسان مړه
نوے ډيلے 06 اکتوبر (اے پي پي) هند كښې د كرونا وائرس ځپليو كېسونو شمېره 66 لكه 85 زره نه زياته شوې ده۔ ددې رنځ د لاسه تر دې دمه يولك 3 زره كسان مړه شوي دي۔ د كرونا وائرس نړيوالې وبا څخه امريكا او برازيل نه پس هند د نړۍ د درېم زيات ځپلې هېواد په توګه رامخے ته شوے دے۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د هند د صحت وزارت وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا 61267 نوې كېسونه راپور شوې دي۔ په دې مهال د كورونا د لاسه نور 884 كسان مړه شوي دي۔ د روغتيا وزارت له مخې هند كښې د كورونا وائرس فعاله كېسونو شمېره 918992 ته رسېدلې ده۔ بلخوا ددې وبا نه تر دمه 5662490 كسان جوړ شوي دي











