د آزربائيجان او آرمينيا ځواكونو ترمېنځه نښتې روانې دي

باکو 05 اکتوبر (اے پي پي) د آزربائيجان او آرمينيا ځواكونو ترمېنځه په نګورنو کاراباخ كښې نښتې د ګل په ورځ هم روانې وې او دواړو اړخو د يو بل په لويو ښارونو د ګولو ورولو تور لګولې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې د نګورنو کاراباخ په سټيپانا كېرټ سيمه كښې سختې نښختې روانې دي۔ د آذربائيجان د دفاع وزات له مخې د آرمينيا وسله والو …

باکو 05 اکتوبر (اے پي پي) د آزربائيجان او آرمينيا ځواكونو ترمېنځه په نګورنو کاراباخ كښې نښتې د ګل په ورځ هم روانې وې او دواړو اړخو د يو بل په لويو ښارونو د ګولو ورولو تور لګولې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې د نګورنو کاراباخ په سټيپانا كېرټ سيمه كښې سختې نښختې روانې دي۔ د آذربائيجان د دفاع وزات له مخې د آرمينيا وسله والو ځواكونو چا چې تېره ورځ د آذربائيجان ګنجه ښار په نښه كړې ٶ اوس ئې نور درې ښارونه بېلاګان، برده او ترتر په نښه كړي او د دې صورتحال په نتيجه كښې د وګړو په لويه كچه د ځاني زيان خطر په زياتېدو دې۔ د راپور له مخې په سټيپانا کېرټ كښې د جمعې په ورځ د ګوله بارۍ په نتيجه كښې د 50 زره نه د زياتې آبادۍ دې ښار زياتره وګړو په ته خانو كښې پناه اخستې او ځېنيو ښار څخه كډه كړې۔ د انټرنېشنل کمېټي آف رېډ کراس ډلو لخوا په سول آبادۍ د ګوله بارۍ غندنه شوې ده٬ په نګورنو کار اباخ ثالثي كوٶنكو نړيوالو ډلو روسيه، امريکا او د فرانس مشرانو دواړو لورو ته د ډز بندۍ اپيل كړې دې۔ د دې نه وړاندې د آذربائيجان صدر ابراهيم عليوف قام ته خپله وېنا كښې وئيلي ٶ چې يوازې د آرمينيائي پوځ سيمې څخه د انخلاء په صورت كښې به جنګ بندي كېدي شي

مزید خبریں