دوحه ۔4 اکتوبر (اے پی پی) افغان طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو اترو ډلې د جګړې پای ته رسیدل او جنګ بندي ددې پلاوي په بنيادي ترجيحاتو كښې ګرځولې ده۔ د ايران ټي وي چېنل له مخې د افغان حكومت مذاكرتي پلاوي يو بيان كښې اعلان كړې دې چې د كلونو نه روانو دښمنو د دې هېواد د اولس لوئے زيان كړے دے او ددوئي د ژوند نه …
د جنګ پايې ته رسول د حكومت په ترجيحاتو كښې دي۔ افغان مذاكرتي پلاوې
دوحه ۔4 اکتوبر (اے پی پی) افغان طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو اترو ډلې د جګړې پای ته رسیدل او جنګ بندي ددې پلاوي په بنيادي ترجيحاتو كښې ګرځولې ده۔ د ايران ټي وي چېنل له مخې د افغان حكومت مذاكرتي پلاوي يو بيان كښې اعلان كړې دې چې د كلونو نه روانو دښمنو د دې هېواد د اولس لوئے زيان كړے دے او ددوئي د ژوند نه ئې سكون تښتولے دے۔ د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوي ټینګار کړې چې دغه پلاوې د جګړې پايی ته رسولو لپاره طالبانو سره خبرې کوي او د دې لاسته راوړلو لپاره جدي کار کوي .د یادونې وړ ده چې دوحه كښی د ستمبر 12 مې نېټې څخه د طالبانو ډلې او حکومت تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي












