نوے ډيلے 02 اکتوبر (اے پي پي) د هند پوځ به په دوېم جنګ عظيم كښې استعمالېدونكې د پخوانو لاسي بمونو استعمال پرېښودو نه پس د دغې په ځائ لس لكه ملټي موډ هېنډ ګرېنيډ (لاسي بمونه) اخلي۔ د هند د دفاع وزارت دې لاسي بمونو اخستو لپاره د 409 كروړه روپو لوظنامه لاس ليك كړې ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند دفاع وزارت په ناګپور كښې …
د هند پوځ به 10 لکھ ملټي موډ هېنډ ګرېنيډ (لاسي بمونه) اخلي
نوے ډيلے 02 اکتوبر (اے پي پي) د هند پوځ به په دوېم جنګ عظيم كښې استعمالېدونكې د پخوانو لاسي بمونو استعمال پرېښودو نه پس د دغې په ځائ لس لكه ملټي موډ هېنډ ګرېنيډ (لاسي بمونه) اخلي۔ د هند د دفاع وزارت دې لاسي بمونو اخستو لپاره د 409 كروړه روپو لوظنامه لاس ليك كړې ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند دفاع وزارت په ناګپور كښې اكنامك اېكسپلوسيو لمېټډ (شمسي ګروپ) سره په دې لړ كښې لوظنامه كړې ۔ ملټي موډ هينډ ګرينيډ د لاسي بمونو يو مخصوص ډايزئن دے او دا په جارحانه او دفاعي دواړو طريقو استعمالېدې شي












