كال 2017ﺀ به اولس لپاره د سلامتيا او خوشحالۍ وي۔ لوئے څښتن دے د پاكستان اولس ته بې شمېره نعمتونه وركړي او مونږ ته د پاكستان امن ٬ خوشحالۍ او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق۔ د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د نوي كال 2017ﺀ په اړه پېغام

د مريم اورنګزېب د نوي كال په پېل اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كال 2017ﺀ به اولس لپاره د سلامتيا او خوشحالۍ وي۔ لوئے څښتن دے د پاكستان اولس ته بې شمېره نعمتونه وركړي او مونږ ته د پاكستان امن ٬ خوشحالۍ او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق۔ د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د د نوي كال 2017ﺀ په اړه پېغام اسلام آباد ۔ یکم جنوری …

د مريم اورنګزېب د نوي كال په پېل اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه
كال 2017ﺀ به اولس لپاره د سلامتيا او خوشحالۍ وي۔ لوئے څښتن دے د پاكستان اولس ته بې شمېره نعمتونه وركړي او مونږ ته د پاكستان امن ٬ خوشحالۍ او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق۔ د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د د نوي كال 2017ﺀ په اړه پېغام
اسلام آباد ۔ یکم جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د نوي كال په پېل اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا كال به قام لپاره د سلامتيا او سوكالۍ ثابت شي۔ دې دعا وكړه چې لوئے څښتن دے د پاكستان اولس ته بې شمېرې نعمتونه وركړي او مونږ ته دې د پاكستان امن ٬ خوشحالۍ او پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق راكړي۔ د نوي كال 2017ﺀ په اړه پېغام كښې دې ووئيل د وزیراعظم محمد نوازشریف ايجنډې ترمخه پاكستان معاشي پرمختګ پلو روان دے او د توان ، بنیادی اډانې ٬ روغتيا او تعليم څانګو كښې ښه والي له په لويه كچه هڅې روانې دي۔ د ترهه ګرۍ په اړه دې ووئيل ترهه ګر ماتې خوړولو سره مخ دي او د پاك پوځ مننه كوو څوك چې د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كوي۔ دې هيله ولرله چې كال 2017ﺀ كښې به مونږ يو سوكاله پاكستان لپاره په ګډه كار كوؤ۔