اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سندھ او په خاص توګه كراچۍ لپاره په درې لويو پرمختيائي پروژو كار روان دے٬وفاقي حكومت د كراچۍ د اوبو پخوانۍ مسئلې حل كولو او په صوبه كښې مواصلاتي نظام ښه كولو لپاره ټول وسائل كاروي۔قامي اسمبلۍ كښې د ايم كيو ايم غړي لخوا د پورته كړې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير …
د كے فور منصوبه به تر دسمبر2026 بشپړه شي ٬په سكهر حېدر آباد موټروے كار بيا پېل شوے ۔وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سندھ او په خاص توګه كراچۍ لپاره په درې لويو پرمختيائي پروژو كار روان دے٬وفاقي حكومت د كراچۍ د اوبو پخوانۍ مسئلې حل كولو او په صوبه كښې مواصلاتي نظام ښه كولو لپاره ټول وسائل كاروي۔قامي اسمبلۍ كښې د ايم كيو ايم غړي لخوا د پورته كړې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير د كراچۍ لپاره د اوبو مهمې منصوبې”كے فور”(K-IV) په اړه مهم پېشرفت رامخې ته كولو سره ووئېل وفاقي حكومت 150 اربه روپو نه په زياتو مصرف كولو دا پروجيكټ مخ په وړاندې بوځي۔ده واضحه كړه چې واپډا وفاق ته باور وركړے دے چې تر دسمبر 2026 به اوبه په هر صورت د كراچۍ تر مقرره پوائنټ رسولې شي۔د دې پړاؤ نه پس د اوبو وړاندې رسنه او د تقسيم نيټ ورك بشپړول د صوبائي حكومت ذمه واري وي۔ په مواصلاتي پروژو خبره كولو سره احسن اقبال ووئېل د سكهر-حيدر آباد موټروے (M-6) پخوانۍ لوظ نامه د ضروري وجوهاتو په سبب كينسل كړی شوې وه۔خو اوس حكومت په دې بيا د سره كار پېل كړے دے۔ده هيله څرګند كړه چې دا مهمه موټروے پروژه به د درېو نه تر څلورو كلونو په موده كښې دننه بشپړه كړې شي٬كومې څخه چې په ټول سندھ كښې سفر ډېر آسان شي۔وفاقي وزير ووئيل د كراچي او حېدرآباد تړونكې د موجوده ايم نائن موټروے نوې الائنمنټ نه بره هم كار پېل كړے شوے دغسې چې د زيات شو ي ټرافيك فشار كم كړے شي۔ده د دې ټولو پروژو تفصيلات ايوان ته وړاندې كولو نه پس د صدارت كونكې غړي ميا وقاص د مننې سره خپل بيان مكمل كړو









