د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د مصر خارجه وزير ډاكتر بدر عبدالعاطي سره ټېليفوني تماس نيولې

  اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تېره ورځ د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي سره په ټيليفون خبرې اترې كړي۔دواړو لارښودو د منطقې په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د امريكې او ايران ترمينځه د شريك مفاهمت  پيشرفت هم شامل ؤ ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو هيله څرګنده كړې چې دا مثبت …

 

اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تېره ورځ د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي سره په ټيليفون خبرې اترې كړي۔دواړو لارښودو د منطقې په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د امريكې او ايران ترمينځه د شريك مفاهمت  پيشرفت هم شامل ؤ ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو هيله څرګنده كړې چې دا مثبت پېشرفت به په منطقه كښې تل پاتې امن٬سلامتيا او د استحكام په وده كښې مرستياله ثابت شي۔دغسې دواړو ډلو شريكه رابطه په ځاے ساتلو ته هم اتفاق وكړو