قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ بحث روان دے

  اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ عام بحث د اتوار په ورځ هم روان دے٬په دې مهال حكومتي غړو بجټ عام وګړي لپاره ښه هڅه ګرځولو سره ووئېل په كم آمدن لرونكو په بجټ كښې د ټيكس بار كم كړے شوے ٬د تنخواه دارې طبقې لپاره هم ټيكسز كښې كمے شوے دے او اپوزېشن په بجټ تنقيد كښې وئېلي دي …

 

اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ عام بحث د اتوار په ورځ هم روان دے٬په دې مهال حكومتي غړو بجټ عام وګړي لپاره ښه هڅه ګرځولو سره ووئېل په كم آمدن لرونكو په بجټ كښې د ټيكس بار كم كړے شوے ٬د تنخواه دارې طبقې لپاره هم ټيكسز كښې كمے شوے دے او اپوزېشن په بجټ تنقيد كښې وئېلي دي د متوسط طبقې استعمال څيزونه ګران شوي دي۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په وفاقي بجټ عام ب حث كښې  د مسلم ليګ(ن)غړې جمال خان كاكړ ووئېل  په بلوچستان كښې دې امن او امان ته پام لرنه وكړې شي٬د هغه ځاے خلق امن غواړي٬تفتان بارډر دې پرانستلې شي هلته دې د كسټم عمله تعينات كړې شي٬ ده ووئېل د دې څخه به د روزګار موقعې هم راپېدا شي۔د اپوزيشن غړې شاهد خټك ووئېل د موجوده حكومت دا پنځم بجټ دے٬په هېواد كښې ګراني ده٬د پېټرول بيعې د تاريخ تر ټولو لويې كچې ته رسېدلې٬د متسوط طبقې استعمال څيزونه ګران شوي دي٬ ده ووئېل د لږ آمدن لرونكي ستونزو سره مخ دي٬دا زمونږ هېواد دے٬د دې په جوړولو كښې زمونږ د پلار نيكه وينه شامله ده٬ ده ووئېل كال له په بجټ كښې عام كس ته رېليف ترلاسه كيږي نو دا ښه بجټ دے٬د ايف بي آر هدف تېر كال تر سره شوے نه دے٬په دې كښې كمے راغلے  ٬راروان كال له هدف نور هم  پراخه كړے شوے دا به څنګه ترسره  كيږي۔د دې هدف شارټ فال څخه مالي مسائل پیدا كيږي۔ده ووئيل  پاكستان د انډين فالس فليګ بشپړ ځواب وركړے ٬مونږ پاك پوځ سره ولاړ يو۔د جمعيت علمائے اسلام غړي عثمان باديني ووئېل بلوچستان كښې د موجوده معدنيات څخه د پاكستان پورونه ختمېدې شي٬هلته اوسېدونكو لپاره كومه پالېسي نشته۔ده ووئيل  په ګوادر پورټ د 25 كلونو څخه كار كيږي خو هلته ميشته خلقو ته د څښكلو پاكې اوبه نه ترلاسه كيږي۔تفتان چمن بارډر څخه مونږ د ليګل بارډر ټريډ تسلسل غواړو٬ ده ووئېل هلته پېټرول نه ترلاسه كيږي٬د لوډشېيډنګ وخت هم ډېر زيات دے