په دریابونو  د آبي پانګو  په جوړولو  هند زمونږ د  برخې اوبه د ايسارولو  سازش کوي ، بجټ كښې د آبي ذخائر لپاره بېلې كړې روپۍ دې زياتې كرې شي   ، د قامي اسمبلۍ غړي

  اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې غړو وئېلي دي  په دريابونو د اوبو پانګو په جوړولو هند زمونږ د برخې اوبو ايسارولو سازش كوي  ، بجټ كښې  د آبي ذخائر لپاره بلې كړې روپۍ دې زياتې كرې شي، د جنوبي پنجاب د محرومۍ  احساس لرې كولو لپاره دې جلا صوبه جوره كرې شي  ، پیټرولیم لیوي دې كمه كړې شي۔ د اتوار په ورځ   قامي اسمبلۍ كښې  …

 

اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې غړو وئېلي دي  په دريابونو د اوبو پانګو په جوړولو هند زمونږ د برخې اوبو ايسارولو سازش كوي  ، بجټ كښې  د آبي ذخائر لپاره بلې كړې روپۍ دې زياتې كرې شي، د جنوبي پنجاب د محرومۍ  احساس لرې كولو لپاره دې جلا صوبه جوره كرې شي  ، پیټرولیم لیوي دې كمه كړې شي۔ د اتوار په ورځ   قامي اسمبلۍ كښې  په بجټ بحث كښې شرمیلا فاروقي ووئېل بجټ كښې اشرافیه ته ریلیف وركړے شوے دے، بزنس کلاس او  ډیبټ کارډ باندې ګته  عام وګري ته نشه ۔ روان مالي كال  كښې 850  اربه روپۍ ټیکس د تنخواہ دارې طبقې نه اغستې شوے ، تھرډ شیډول ته پراختيا وركولو  لپاره  21 کیټګریز زياتې كرې شوي ، په دغې كښې د ورځني استعمال څيزونه شامل دي ۔ دې ووئېل د  8483 روپو ګټونكې غریبانان نه دي ګڼلې شوي  ، په دې بايد نظرثاني وكړې شي ۔ اپوزیشن غړي عامر ډوګر ووئېل پټرولیم لیوي دې كمه كړې شي  ، داسو، مومند، بھاشادیم لپاره  بېل كرې پیسې ناکافي دي  ، زمونږ  دښمن هند زمونږ په دريابونو  آبي ذخیرې جوړوي۔ د صنعت بندبو څخه بے روزګاری زياتېږي ،  ده ووئېل د سیاسي استحکام او امن وامان  څخه معاشي استحکام راځي ، سرمایہ کاري كېږي ، د كر كېلې ترقۍ لپاره دې بجټ كښې هيڅ نشته