سي سي پي او پېښور سره د متحدہ امن کمیټۍ پلاوي  ملاقات

  پیښور ۔ 14 جون (اے پي پي ) د سي سي پي او پیښور ډاکټر میاں سعید احمد  سره د  متحدہ امن کمیټۍ پلاوي د  حسین احمد مدني ایډوکیټ په مشرۍ  کښې د  محرم الحرام  په امناكه انعقاد په ملک سعد شهید پولیس لائن كښې ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې  ایس ایس پي آپریشنز فرحان خان، ایس پي سټي شاهد عدنان، ایس پآ سکیورټي سجاد حسین ایس پي ټریفک …

 

پیښور ۔ 14 جون (اے پي پي ) د سي سي پي او پیښور ډاکټر میاں سعید احمد  سره د  متحدہ امن کمیټۍ پلاوي د  حسین احمد مدني ایډوکیټ په مشرۍ  کښې د  محرم الحرام  په امناكه انعقاد په ملک سعد شهید پولیس لائن كښې ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې  ایس ایس پي آپریشنز فرحان خان، ایس پي سټي شاهد عدنان، ایس پآ سکیورټي سجاد حسین ایس پي ټریفک ریاض خلیل او نورو  افسرانو ګډون كولو۔ په دې موقع  سي سي پي او ووئېل  په صوبائي سڅر ښار  پیښور كښې د امن راوستو په  خاطر د متحدہ امن کمیټۍ  کردار مسلمه دے۔  ده بین المذاهب همغږۍ ته په ودې وركولو د متحدہ امن کمیټۍ د کردار ستائنه وكړه ۔  سي سي پي او  واضحه كړه  چې محرم الحرام د  صبر او استقامت درس وركوي  او په ښار كښې د  مذهبي روادارۍ او د ورورولۍ فضا برقرار ساتلو كښې ګتور پاتي دے ۔  سي سي پي او ووئېل پیښور كښې د مختلف مذاهب او  مسالک احترام کېږي  د كومې چې  مثال نشته ۔ ده ووئېل موجودہ حالات تر مخه  او د  راروان محرم الحرام په مناسبت سره اقلیتي برادرۍ پشمول  ښار كښې د شته ټولو مذهبي مقاماتو امنيت  ښه كولو لپاره سکیورټي آډټ شوے دے ۔