اسلام آباد ۔ یکم جنوری (اے پی پی) پاکستان د تركيه ښار استنبول په نائټ كلب د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د تركيه اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وياند د استنبول په نائټ كلب د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه وكړه او په دې ئې د غم ٬ غصې او …
پاكستان لخوا د استنبول نائټ كلب كښې د ترهګرۍ بريد په سختو ټك كښې غندنه۔ د ورور هېواد تركيه اولس سره د يو والي څرګندونه ٬ پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ د تركيه امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او همغږۍ ته زيان رسوونكې هڅې به ناكامۍ سره مخ كيږي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ یکم جنوری (اے پی پی) پاکستان د تركيه ښار استنبول په نائټ كلب د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د تركيه اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وياند د استنبول په نائټ كلب د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه وكړه او په دې ئې د غم ٬ غصې او افسوس څرګندونه وكړه۔ وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ دې پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كوي۔ دا پېښه د استنبول بیزک تاس په يو نائټ کلب كښې رامخې ته شوه۔ د اطلاعاتو ترمخه ددې پېښې په نتيجه كښې 39 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ بيان كښې وياند د پاكستان حكومت او اولس لخوا د ترهه ګرۍ دې كاروائۍ كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم درد او افسوس څرګندونه كړې۔ دوئي ځپليو كورنيو ٬ ترك مشرتابه ٬ حكومت او نورو هېوادونو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړې۔ وياند د ترهه ګرۍ په ضد د تركيه حكومت او اولس د لوظ ملاتړ كولو سره وئيلي پاكستان د مصيبت په دې وخت كښې ترك اولس او حكومت سره ولاړ دے۔ وياند ووئيل ترهګرو په حقيقت كښې تركيه كښې امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او همغږۍ ته د زيان رسولو هڅه كړې كومه چې كاميابه شوې نه ده۔ وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔










