اولس مشر ممنون حسېن سره چيف جسټس مياں ثاقب نثار وليدل۔ اولس مشر ثاقب نثر ته د ستر قاضي ذمه وارۍ په سنبھالولو مباركي وركړه

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن سره د سترې محمكې ستر قاضي مياں ثاقب نثار ملاقات وكړو۔ اولس مشر مياں ثاقب نثار ته د ستر قاضي په حېث د خپلو ذمه وارو په سنبھالولو مباركي وركړه۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو دستورې څخه وروستو مياں ثاقب نثار اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال …

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن سره د سترې محمكې ستر قاضي مياں ثاقب نثار ملاقات وكړو۔ اولس مشر مياں ثاقب نثار ته د ستر قاضي په حېث د خپلو ذمه وارو په سنبھالولو مباركي وركړه۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو دستورې څخه وروستو مياں ثاقب نثار اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اولس مشر مياں ثاقب نثار ته د ستر قاضي په حېث د خپلو ذمه وارو په سنبھالولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به خپلې نوې ذمه وراۍ په غوره ډول ترسره كړي۔ دې څخه وړاندې په يوه درنه دستوره كښې اولس مشر مياں ثاقب نثار څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې وزیر اعظم محمد نواز شریف ، د سېنټ چیئرمېن ، د قامي اسمبلۍ سپيكر ٬ سروسز چیفس، وفاقی وزيرانو يو لوئے شمېر پارلماني غړو ګډون وكړو۔ دستوره كښې د آزاد كشمير اولس مشر ، د پنجاب او خېبر پختونخوا ګورنرانو ٬ د ګلګت بلتستان اعلی وزير ٬ د اعلی عدليې قاضيانو صاحبانو ٬ سول او پوځي اعلی چارواكو ٬ وكيلانو او سفارتكارو هم ګډون وكړو۔ د سوګند پورته كولو كاروائي اول نه تر پايې په اردو ژبه كښې وشوه۔