اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق پاكستان كښې د فلسطين سفير وليد احمد ابو علي سره ليدلي او د شريكې خوښې په چارو ئې ورسره د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د فلسطين سفير وليد ابو علي د حكومتي ډلې مشر د مينځني ختيز اوسني صورتحال څخه هم خبر كړو۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د اسرائيل د …
راجه محمد ظفرالحق د فلسطين سفير وليد احمد ابو علي سره وليدل٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق پاكستان كښې د فلسطين سفير وليد احمد ابو علي سره ليدلي او د شريكې خوښې په چارو ئې ورسره د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د فلسطين سفير وليد ابو علي د حكومتي ډلې مشر د مينځني ختيز اوسني صورتحال څخه هم خبر كړو۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د اسرائيل د غېر قانوني تعميراتو مخ نيوي كولو پرېكړو څخه وروستو دا معامله نړيواله فوجداري عدالت ته د وړولو په معامله غور شوې۔ د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفرالحق د فلسطين سفير ته باور وركړو چې د اسرائيل ودانيو جوړولو په ضد به د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد لپاره پاكستان اسلامي هېوادنو سره پھ ګډه سفارتي هلې ځلې روانې ساتي











